پیغامونه اورسمي بیانونه

پلچرخي کې له بندیانو سره د تر سره شوي وحشت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرکندونې

په خورا خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره ورځ د پلچرخي په زندان کې په بندي هیوادوالو باندې چې هيڅ وسله، جارحه وسائل او نور کوم ضرر رسونکي شیان په واک کې نه لري د کابل ادارې د عسکرو لخوا ډزې او برید وشو او له امله يې لسګونه تنه بندیان شهیدان او ټپيان دي.
اسلامي امارت دغه بزدله عمل په کلکه غندي او د ټولو انساني او بین المللي اصولو پرخلاف عمل يې بولي.
په بیچاره بندیانو باندې ډزې کول، هغوی وژل او ټپيي کول، په هيڅ وجه هم د توجیه وړ نه دي؛ بلکې د کمزورۍ په انتها تعبیریدلی شي.
موږ په دې اړه د ټولو بشر پالو ادارو، حقوقي نهادونو او نړیوالو څخه جدي غوښتنه کوو چې خپل مسئولیت اداکړي، دغه وحشي پيښه وغندي، په اړه يې د کابل له ګوډاګۍ ادارې څخه وضاحت وغواړي او په راتلونکي کې د بندیانو په اړه د دا ډول ناوړه پيښو د مخنیوي لپاره جدي او عملي ګامونه واخلي، البته که په دې اړه په عملي توکه څه نه شي کولاي، بیا دې له اسلامي امارت څخه هم په اړوند مواردو کې د مرستې تمه نه لري.
اسلامي امارت د خپل اولس د مدافع او خواخوږي ځواک په حيث په دغه پيښه ژوره خواشیني ښيي، شهیدانوته د جنت او ټپيانوته د عاجلې شفا هیله کوي.
د متضررو بندیانو له کورنیو سره هم په دغه غم کې ځان شریک بولي او ژمنه کوي چې په مناسب وخت کې به له متکبر، بزدل او نامرد دښمن څخه د خپلو مظلومو هیوادوالو غچ اخلي. ان شاءالله
د کابل ادارې او امریکایانو په زندانونو کې له بندیانو سره د مکرر ناوړه چلند، بې پروايي او بشر ضد کړنو په اړه اسلامي امارت څو څو ځله خپله انديښنه ښودلې، چې له بندیانو سره د نړیوالو اصولو، تعهداتو، مکلفیتونو او ژمنو پرخلاف چلند کیږي، حقوق يې نه ورکول کیږي، د ژوند چاپریال يې نامناسب وي، د ناروغو بندیانو علاج نه کیږي، له کورنیو سره د لیدو کتو زمینه پخپل وخت نه ورته برابريږي او په ځينو وختونو کې د جګړو په کرښو کې د شکستونو او ناکامیو غچ له لاس تړلو بندیانو څخه اخیستل کیږي چې د پلچرخي زندان پرونۍ پيښه يې ښه ثبوت دی.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۰/۹/۱۴۴۰هـ ق
۲۵/۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/15م

دا هم ولولئ  د عالیقدر خالص بابا رحمه الله په یاد.


Close