تازه او عاجل خبر

په بلخ ، سمنګانو، بادغیس او غزني کې د دښمن ۴ پوستې فتحه ۳۸عسکر وژل شوي ګڼ ټپيان دي

د الخندق عملیاتو په جریان کې تیره شپه بیا هم د دښمن په مراکزو او پوستو باندې پراخ تعرضي عملیات او چاپې ترسره شوې.
د لومړي راپور په اساس تیره شپه ۲ بجې د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ ګورتپه سیمه کې د دښمن په یوه پوسته باندې مجاهدینو چاپه ووهله چې له لیږ مقاومت وروسته پوسته فتحه شوه.
په پوسته کې د قومندان میراحمدخان او د هغه د مرستیال دیوانه په ګډون ۱۱ تنه اربکیان ووژل شول، ټولې سپکې او درنې وسلې، مهمات او نظامي توکې ترې ونیول شول.
هم مهاله د بلخ او جوزجان ترمنځ په سړک د دښمن په یوه بله پوسته هم د لیزر وسلو په مټ برید وشو، ۲ پولیس په کې ووژل شول.
د یو بل راپور له مخې بیګا شپه د سمنګانو ولایت دره صوف ولسوالۍ چپچل سیمه کې هم د دښمن په یوه پوسته مجاهدینو چاپه ووهله او فتحه يې کړه.
په دغه پوسته کې د دښمن ۵ عسکر ووژل شول، جسدونه يې پاتې، ډيره سپه او درنه وسله له ۶۰۰۰ د کلاشینکوف، ۵۰۰۰ د پيکا، ۴۰۰۰ د بم افګن او ۲۰ فيره د راکټ لانچر مرمیو سره د مجاهدینو لاسته ورغلل.
په یوبل پرمختګ کې تیره شپه ۱۰ بجې د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ سیني سیمه کې د دښمن په یوه محاصره قرارګاه د لیزر په مټ بریدونه ترسره شول، چې له امله يې ۵ عسکر وژل شوي ګڼ نور ټپيان دي.
په دغه نښته کې ۲ تنه مجاهدین هم ټپيان شوي دي.
دا پرمختګونه په داسې مهال رامنځته کیږي چې بیګا شپه د بادغیس ولایت مرغاب ولسوالۍ لودینانو سیمه کې هم د دښمن ۲ پوستې په بریدونو کې فتحه شوې.
په دغو پوستو کې د قومندان جمعه ګل په ګډون ۱۱ عسکر ووژل شول چې جسدونه يې پاتې دي، همدا راز په کومکي کمانډيي عسکرو هم بریدونه ترسره شول چې ۴ کمانډو عسکر وژل شوي د قومندان حاجي ملا په ګډون ۳ تنه نور ټپيان دي.
له دښمن څخه په ډيره اندازه سپکه او درنه وسله او مهمات هم نیول شوي دي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۸/۴/۱۴۴۰هـ ق
۱۴/۱۰/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/1/4م

دا هم ولولئ  مهم خبر:د فاریاب ولایت جمعه بازار ولسوالۍ خواجه قشري سیمه ۵ امریکایان ووژل شول


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close