پیغامونه اورسمي بیانونه

په سعودي عربستان کې د عالمانو د غونډې په هکله دمولوي صاحب انوارالحق مجاهد حفظه الله موقف او دريځ

الحمد لله ،يريدون ليطفئوا نورالله بأفواههم والله متم نوره ولوكره الكافرون. الآية
په سعودي عربستان كې دروان جهاد د مشروعيت په هكله ،د روان كنفرانس په رابطه داسلامي امارت اسلامي، جهادي او اصولي موقف دغوره سياست او مبارزې هغه اړخ دی چې بايد هر عاقل، عالم، مؤيد او معاند ټول پرې قانع شي.
مسلمانانو خصوصا مجاهدينو ته ډير حوصله بښونکی موقف دی او ان شاءالله دافغانستان ټول ملت او دنړۍ مسلمانان ددې موقف شاته ولاړ دي. مونږ داسلامي امارت په اسلامي او جهادي موقف وياړو او ترشا یې دخپل ټول توان سره ولاړ يو او تائيدوو يې او له الله جل جلاله نه د نور ثبات، استقامت او توفيق لا زيات غوښتونکي يو .حق علماء بايد دغه مهال خپل مسؤليت اداء كړي او دشيطان اخرس له مصداقيت نه ځان وژغوري.
و من الله التوفيق
مولوي انوارالحق مجاهد د افغانستان د اسلامي حزب د امیر مولوي صاحب محمد یونس خالص بابا رحمه الله زوي او ځای ناستی.

دا هم ولولئ  انتخاباتي کاندیدان د رايي اخیستلو په ځای د خلګو لخوا وژل کیږي

۲۶/۱۰/۱۴۳۹هـ ق
۱۹/۴/۱۳۹۷هـ ش
2018/7/10م



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close