تازه او عاجل خبر

په غزني ، میدان وردګ او کندز کې د دښمن ۲ قرارګاوې او ۵ پوستې فتحه شوې ۸۳ ، عسکر اوپولیس وژل شوي

د الخندق عملیاتو په دښمن ځپونکي لړۍ کې تیره شپه د اسلامي امارت ځانګړو قطعاتو په غزني ، میدان وردګواو کندز ولایتونو کې د دښمن په مراکزو او پوستو تعرضي عملیات ترسره کړل.
په دغو بریالیو عملیاتو کې د غزني ولایت مرکز اړوند قلعه قاضي سیمه کې د پولیسو یومهم مرکز په بشپړ ډول فتحه شو، ۱۷ تنه پولیس په کې وژل شوي او ۵ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
په نښته کې له دښمن څخه ۱ ټانک (هاموې) یو لوی انټرنشنل موټر، ۴ میله پیکا ماشیندار، ۳ قبضې راکټ لانچر، ۱ میل کارمولي امریکايي ټوپک، ۱۰ میله کلاشینکوفونه له ۲ موټرو مهماتو او نظامي لوازمو سره مجاهدینو ته په لاس ورغلل.
همدا ډول تیره شپه د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ په پاخه سړک د ماشین کلا او ترخیلو سیمو کې د دښمن ۲ پوستې هم د عملیاتو په ترڅ کې فتحه شوې.
په یادو پوستو کې د دښمن ۲۷ تنه عسکر وژل شوي، چې د ۲۲ تنو جسدونه په سیمه کې پاتې دي، ۲۰ میله سپکه او درنه وسله له خورا ډیرو مهماتو سره مجاهدینو ونیول.
په یاده نښته کې ۲ تنه مجاهدین هم د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل او ۳ تنه نور ټپیان شول. تقبلهم الله
بلې خوا تیره شپه د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ هزارباغ دښته کې هم د دښمن په یوه قرارګاه مجاهدینو چاپه اچولی ده.
د عملیاتو په ترڅ کې د دښمن بیس (قرارګاه) فتحه شوه، او په کې میشت ۲۲ تنه مزدور عسکر ووژل شول.
ورسره د کندز د ارچي ولسوالي په قرلقو سیمه کې هم د دښمن ۳ پوستې فتحه شوې د کنډک قومندان قیوم په ګډون ۱۱ تنه عسکر او اربکیان په کې وژل شوي.
په ورته وخت کې د دشت ارچي ولسوالۍ شرشري سیمه کې هم د لیزري عملیاتو په ترڅ کې ۶ عسکر وژل دي.
د کندز په ټولو عملیاتو کې د دښمن یو ټانک او ۲ میله ډيسي توپونه له منځه وړل شوي او خورا ډیره وسله اومهمات مجاهدینو نیولي دي.
دا عملیات په داسې مهال ترسره کیږي چې د هېواد په لر او بر کې هره شپه لسګونه د کابل ادارې عسکر د ټرمپ د ستراتژۍ لپاره خپل ژوند بایلي او خپلې کورنۍ د ماتم په ټغیر کښينوي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۳۰/۲/۱۴۴۰هـ ق
۱۷/۸/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/11/8م



دا هم ولولئ  د اسلامي امارت د مرستیال په اړه د ناسم راپور په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close