تازه او عاجل خبر

په غزني کې د خوګیاڼو ولسوالۍ نقلي مرکز او یوه پوسته فتحه شول ۱۸ پولیس وژل شوي ۶ ټپيان دي

د الخندق عملیاتو په بهیر کې تیره شپه د غزني ولایت مرکز، قلعه قاضي اړوند کاریز سیمه کې د خوګیاڼیو ولسوالۍ نقلي مرکز او یوه پوسته په بشپړ ډول فتحه شول.
د غه عملیات چې تیره شپه د اسلامي امارت د ځانګړې قطعې لخوا ترسره شول د ولسوالۍ په نامه د دښمن نقلي مرکز او یوه پوسته په کې له منځه لاړه، هلته په کې میشت ۱۸ تنه پولیس ووژل شول، ۶ تنه نور ټپيان دي.
دغو عملیاتو کې د دښمن ۳ ټانکونه تخریب، او په ۳میله فیکا ماشیندرا، ۱قبضه راکیټ برسېره خورا ډيره سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي لوازم هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ اروغ سیمه کې هم د دښمن یوه پوسته فتحه شوه، ۱۴ تنه مزدور عسکر په کې ووژل شول، جسدونه يې په سیمه کې پاتې دي.
پرون شپه هم د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند دپای ناوی په سیمه کی د(تبیی) داردو قرارګاه او د ډامبرپر غاړه سیمه کې دوهمه قرارګاه هم د مجاهدینو د ځانګړې قطعې په عملیاتو کې فتحه شوې وي.
په کې میشت ګڼ شمیر عسکر وژل شوي، ۱۶ تنه ژوندي نیول شوي وو، ټانکونه، وسلې او مهمات مجاهدینو نیولي وو.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۷/۲/۱۴۴۰هـ ق
۱۴/۸/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/11/5م



دا هم ولولئ  میدان وردګ: جلریز کې په واده برید زوم او د کورنۍ غړي یې په شهادت رسولي دي

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close