تازه او عاجل خبر

په غزني کې د شریعت غږ رادیو په مرکز د دښمن د بمبار په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون

تیره ورځ امریکايي اشغالګرو ځواکونو د غزني په ولایت کې د اسلامي امارت د محلي رادیو ( شریعت غږ) مرکز د پنځو الوتکو په مټ د درنو بمونو په اورولو سره بمبار کړ.

په دې کار سره د دیموکراسۍ او دبیان د آزادۍ مدعیانو خپله اصلي څيره بربنډه کړه چې دوی په هيڅ ډول هم د خپل مخالف جهت نظر، غږ او رسنۍ ته درناوی نه لري، صرف د بیان له آزادۍ څخه په استفاده غواړي خپل نظریات، فرهنګ او اشغالګرانه موخي په نورو ملتونو باندې وتپي.

په هیواد کي یو شمیر غولیدلې څيرې هم فکر کوي چې ګنې د امریکایانو لخوا د بیان د آزادۍ شعار لکه چې واقعیت لري، مګر اوس چې د اسلامي امارت یوه محلي نسبتا کمزورې رسنۍ (شریعت غږ رادیو) هم د دښمن لخوا نه زغمل کیږي او د ۵ پرمخ تللیو ډول ډول طیارو د بمبار مستحقه ګرځي او مرکز يې تر هدف لاندې نیول کیږي، داخبره يې څرګنده کړه چې د اسلامي امارت حوصله او زغم څو برابره د دښمن په نسبت زیات او منطقي دی.

دا هم ولولئ  روزګان : ترینکوټ پوسته فتح ۱۵ مزدور عسکر مړه اوژوبل ۳ټانګونه تخریب ګڼ مهمات ولجه شول

ټول افغانان شاهدان دي چې پوره اوولس کاله کیږي تر امریکايي اشغالګرو پورې مخامخ او بالواسطه تړلې لسګونه رسنۍ د مجاهدینو او افغانانو په ضد پروپاګند کوي، خو یوه ورځ هم کومه رسنۍ د مجاهدینو تر برید لاندې رانغله، ځکه چې د رسنۍ په سترګه ورته کتل کیدل، خو اوس به ټول هیوادوال قضاوت کوي چې زموږ دښمن څومره پرېوتی او ذلیل دی، چې د خپل ورکړل شوي شعار (د بیان د آزادۍ ) د اصل پرخلاف د مخالف جهت د نظر د اوریدو تاب نه لري او له اسلام سره یې دښمني هم دې حد ته رسیدلي چې د شریعت په نامه صرف یو اواز هم نشي زغملی او دا ډول وحشي چلند ورسره کوي.

افغان میړنی اولس هم باید پوه شي چې اشغالګر قوتونه لکه څرنګه يې چې زموږ هیواد، حریم، فضا او هوا اشغال ګړي، همدا ډول مو د افکارو د اشغال په لټه کې هم دي، ځکه خو نه پریږدې چې د مقدس شریعت او د مجاهدینو د آزادۍ غوښتنې غږ تر خپل ولس اوملت پورې ورسیږي.

دا هم ولولئ  پکتیا: څمکنو کې اشغالګرو بمبار کې ۱۹تنه ملکیان شهیدان او ټپیان کړل

دلته نو د رسنیو هغه مدافع ټولنې هم تر امتحان لاندې راځي چې د اسلامي امارت له مجاهدینو څخه په مکرر ډول د دښمن د رسنیو حق غواړي او په اړه يې دفاع کوي، اوس به موږ منتظر ووسو چې د اسلامي امارت په رسنۍ د دښمن د دغه برالا برید په اړه دوی څه ډول قضاوت کوي؟

دښمن او د رسنیو ټولني باید په دې خبره پوه شي چي د اسلامي امارت مجاهدین به نور د دا ډول ظالمانه کړنو د زغملو حوصله ونه لري او که په راتلونکي کې زموږ له رسنیو سره دا ډول عمل تر سره کیږي نو متقابل غبرګون به ډیر سخت وي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندی

۲۷/۹/۱۴۳۹هـ ق

۲۲/۳/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/6/12م



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close