تازه او عاجل خبر

په غزنې کې ۲۶ عسکر مړه او ژوبل شول، ۴ ټانکونه له منځه لاړل

د الفتح عملیاتو په ګړندي جریان کې د غزني ولایت مرکز اړوند آرزو او د دهیک ولسوالۍ په شاګل خیلو سیمو کې د مزدور دښمن په عملیاتي قطار باندې د کمین پراخ بریدنه ترسره شول.
کله چې د اشغالګرو قواوو قومندان جنرال میلر او د کابل ګوډاګۍ ادارې دفاع وزیر اسدالله خالد غزني ولایت ته راغلي وو، کلک هوډ يې کړی وو چې د دوی ځواکونه به د غزني پکتیکا ترمنځ لویه لار چې له یوه کال راپه دې خوا د مجاهدینو لخوا د دښمن پر مخ تړل شوې بیرته په زور سره د خپلو ځواکونو پرمخ خلاصوي.
له همدې امله يې سیمې ته یوه لویه قوه راولیږله چې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره وو.
یاده قوه د غزني له مرکز څخه روانه شوې وه چې د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا د غزني مرکز او دهیک ولسوالۍ تر منځ په لویه لاره له شپږو ورځو راهیسې راګیر وه.
په یادو شپږ ورځو کې يې هيڅ ډول پرمختګ نه لاره بلکې ځاي پرځای ولاړه وه، نه بیرته شاته تلای شوای اونه يې هم پرمختګ کولای شوای.
خو تیره ورځ ناوخته او بیګا شپه يې هڅه وکړه چې بیرته شاته وتښتي، چې د مجاهدینو له کارنده ګوزارونو سره مخ شوه.
د نښتې په جریان کې ۱۰ عسکر وژل شوي چې د ځينو جسدونه يې په سیمه کې پاتې دي، ۱۶ تنه ټپيان دي، ۴ هاموې ټانکونه يې په راکټي برید او انفجارونو کې له منځه تللي.
نور باقي عسکر په خورا سخته ویره او وارخطايي سره بیرته د غزني مرکز ته وتښتیدل.
د یادونې وړ ده چې په پښه کې ۱ مجاهد شهید او ۳ ټپيان شوي دي.
په دې توګه نو د امریکايي جنرال میلر او د هغه د غلام اسدالله خالد پلان شنډ او ناکام کړل شو.

دا هم ولولئ  کاپیسا: تګاب کې په پوسته برید ۵ عسکر مړه او ژوبل کړل

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۱/۹/۱۴۴۰هـ ق
۲۶/۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/16م



Close