پیغامونه اورسمي بیانونه

په قطر کې د بین الافغاني کنفرانس په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

ټاکل شوې ده چې افغانستان کې سولې د حل لارو د لټون په منظور د روان میلادي کال د جولایي میاشتې په (۷ او ۸) تاریخونو د قطر هیواد مرکز دوحه کې یو بین الافغاني کنفرانس دایرشي.
دا کنفرانس د قطر او جرمني هیوادونو په هلو ځلو دایريږي چې په کې به څه باندې شپيته تنه افغانان په شخصي ډول برخه واخلي او افغانستان کې د سولې په لارو چارو باندې به بحث او د نظریاتو تبادله وکړي.
په دې کنفرانس به کې د محترم شیرمحمدعباس ستانکزي په مشري د اسلامي امارت ۱۷ کسیز هیئت هم ګډون کوي او هلته به د اسلامي امارت په موقف او دريځ رڼا واچوي.
د همدې کنفرانس د دایریدو لپاره به، په دوحه کې له امريکايي پلاوي سره د مذاکراتو جریان د دوو ورځو لپاره متوقف کړل شي او د جولائي په ۹ تاریخ به بیرته له سره پیل شي. ان شاءالله

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۳/۱۱/۱۴۴۰هـ ق
۱۵/۴/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/7/6م



Close