تازه او عاجل خبر

په هرات کې یو با احساسه پولیس په اشغالګرو مشاورینو او استادانو برید وکړ ۲ اشغالګر وژل شوي ۵ ټپيان دي

نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د هرات ولایت د مرکز او اسلام قلعه ترمنځ په لویه لاره د پولیس راه په سیمه کې یو با احساسه پولیس په هغو اشغالګرو عسکرو برید وکړ چې له دوی سره نیږدې په ټانګونو کې د تګ په حالت کې وو.
د غه برید د بهرنیو اشغالګرو په ټانک ترسره شو چې له امله يې ټانک قسما تخریب ۲ بهرني استادان او مشاورین وژل شوي او ۵ تنه نور مرګوني ټپيان دي.
د مزدور دښمن د نورو پولیسو لخوا په دغه بهادر او با احساسه پولیس ډزې وشوې چې هغه يې شهید کړ.
د برید په مهال یو بل پولیس هم نیول شوی، خو هغه په پيښه کې لاس نه لري، برید د همدغه یوه پولیس لخوا ترسره شوی دی.
د کابل ادارې په نظامي لیکو کې ګڼ شمیر داسې با احساسه پولیس او عسکر شته چې بهرنیو عسکرو، افسرانو، مشاورینو او استادانو ته په کمین کې ناست دي او د داسې یوې حملې شیبې شماري.
د اسلامي امارت لخوا هم ګڼ شمیرنفوذي مجاهدین د هیواد په مختلفو سیمو کې د دښمن لیکو ته د همداسې لوړ هدف لپاره داخل کړل شوي چې له پلان سره سم به خپل عملیات ترسره کړي. ان شاءالله

دا هم ولولئ  بادغیس :مرغاب کې دښمن یوکنډک او ۸ پوستې فتح ګڼ مهمات نیول شوي

قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۲۶/۴/۱۴۴۰هـ ق
۱۳/۱۰/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/1/2م



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close