پیغامونه اورسمي بیانونه

په هيواد کې د وچکالۍ له امله د خلکو د ستونزو په تړاو د زراعت اومالداري د کميسيون اعلاميه

نړۍ خبره ده چې افغان اولس له يوې سترې جګړې سره لاس اوګرېوان ده، زموږ خاوره اشغال او د پرديو تر حاکميت لاندې ده، اسلامي امارت د اسلامي نظام دحاکمیت او د خپل هېواد د ‌‌آزادۍ ګټونکي قوت په توګه ايله د هېواد د آزادۍ تر لاسه کولو ستر مکلفيت تر سره کړي.
موږ د دې اعلاميې له لارې ټولو نړيوالو مرستندويه ادارو ته خبر ورکوو، چې زموږ د هېواد ځينې برخې د وچکالۍ له امله له سخت بشري ناورين سره مخ دي، مثلا فارياب، بادغيس، فراه، نيمروز، د هلمند خانشين او مارجه ولسوالیو اودهیواد په نورو برخوکې د خلکو ژوند، د حیواناتو ژوند، کښتونه او هرڅه د نابودۍ تر ګواښ لاندې دي.
له ټولو نړیوالوخيريه بنسټونو غواړو چې له هلاکېدو څخه د فصل اونسل د ژغورنې په موخه زموږ د هېواد په نورو برخو علاوه يادو ساحو ته عاجله توجه وکړي. ګڼ خلک د کډو کولو ته مجبوره شوي، څاروي اوفصلونه د هلاکت په معرض کې دي، چې نجات ورکول د ټول بشریت مشترکه دنده ده.
موږ له ټولو مرستندويه ادارو څخه غوښتنه کوو چې د هېواد وچ کالي ځپلو ځايونو ته په لنډ وخت کې خپلې مرستې ورسوي.
د اسلامي امارت د کرهنې، مالدارۍ او عشر و زکوة کميسيون
۲/۲/۱۴۴۰هـ ق
۱۹/۷/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/10/11م

دا هم ولولئ  له افغانستانه د وتلو اسانه لار


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close