سیاسي لېکنې

په ټينګ عزم سره به د فراه په څېر ټول افغانستان فتحه شي!

لیکوال : شهاب لیوال

کفارو زموږ له منځه زيات شمېر خلک لوېديځ پلوي او سيکولران کړل، په ډول ډول چلونو او نازونو يې د ځان کړل او د هغوی په ملتيا او مرسته يې افغانستان نيولی، که څه هم افغانستان، او نورو ځينو اسلامي هيوادونو کي اصلي واک او اختيار د دغو اشغالګرو او استعمارګرو کفارو دى، خو په ظاهره يې خپل دغه تالي څټي د خپل جنګي ماشين په زور د واک پر ګدۍ کښېنولي دي.

تیره اونۍ فراه ولایت د اسلامي امارت مجاهدینو لخوا په بشپړ توګه ونیول شوو ډارن دښمن د تل په څیر خپلو دروغو او دسیسو ته زور ورکړ او د مجاهدینو دا فاتحانه عملیات یی ایران ته منسوب کړل.

د فراه امنیه قوماندان خبریالانو ته وویل، پر فراه ښار د حملې لپاره له شاوخوا ولایتونو څخه ۲ زره وسله وال طالبان راوستل شوي وو، دوی غوښتل چې فراه ښار به نیسي او دلته به یو غښتلی مرکز جوړوي.

فضل احمد شېرزاد وویل«فراه د ایران لپاره ډېره مهمه ده، ایران په فراه کې طالبانو ته وسلې او مهمات ورکړي دي.»

همدا راز امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت یا پنټګان دا شونتیا نه ردوي چې پر فراه ښار د طالبانو د وروستي برید ترشا د ایران لاس هم ښکېل ده. د پنټګان ویاندې دانا وایټ پرون له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، هیڅوک نه شي کولای دا موضوع رد کړي چې ایران د سیمې په کچه لاسوهنې کوي.

هغې زیاته کړه، چې ایران په منځني ختېځ کې د ناامنیو یو لوی لامل ګڼل کېږي او له همدې امله موږ نه شو کولای په افغانستان کې د ایران لاسوهنې رد کړو.

دې ټولو منفي تبلیغاتو او ددښمن ناکام دریځ ته بیا ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند داسې ځواب ورکړ:
‏‎
«دښمن ادعا کړې چې د فراه جګړه د اوبو پر سر جګړه وه. ځانونه مه تیرباسئ! جګړه داوبو په سر نه، بلکې جګړه د دغه بیرغ او دغه کس په سر ده، غلامانو که تاسو ریښتیا افغاني احساس لرئ نو تنها داوبو مسئله مهمه نه ده، زموږ ټوله خاوره، فضا او اوبو دغو امریکایانو یرغمل کړي دي».

دا هم ولولئ  هغوی چې هم جنایت کوي او هم درواغ وايي

دلته خو ښاغلي مجاهد خوندور ځواب ورکړی رابه شوو داسلام له نظره د امریکا یرغل ته به کتنه وکړو:

اسلام پر اسلامي ارشاداتو باندي د دښمن هجوم په قطعي توګه ناروا عمل ګڼي ؛ په هر ډول او په هر نامه او په هر څومره شدت او حدت چي وي او لاملونه چي يې هر څه ګڼل کيږي.

اسلام مسلمانانو ته لارښوونه کوي چې دار الاسلام بايد د مسلمانانو په لاس کي او د هغو تر واک او لارښوونه لاندي وي او دا چې پر اسلامي ازشاداتو باندې د هجوم پر مهال پر مسلمانانو څه لازمېږي، نو د مسلمانانو په منځ کي په دې کې هيڅ اختلاف نشته چې په دې حالت کې د دښمن سره په ځواک او قوت سره جهاد د نيول شوي اورشو پر خلکو باندي فرض عين دى، که يې څه هم يوه لوېشت ځمکه نيولې وي. په دې صورت کي د اشغالګر دښمن او د هغه د ملګرو په وړاندې نورې خبرې نه شي کېدلاى. په دې صورت کي به يا له اشغال شوې مځکې څخه اشغالګران وځي او يا به جهاد ورسره کېږي.

«جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ» ( رواه أحمد وأبو داود والنسائي و صححه ابن حبان والحاكم على شرط مسلم)

ژباړه: له مشرکينو سره په خپلو مالونو، ځانونو او ژبو سره جهاد وکړئ.

دا هم ولولئ  طالبان ولی د افغان حکومت سره خبری نه کوی؟

همدا راز علماى کرامو په دې جهاد کي د اشغالګرو په وړاندي د مسلمانانو اعتصابونه، پاڅونونه او بغاوتونه، د روزلو سوو مجاهدينو په واسطه د کمين نيولو جنګ، په لازمو مواقعو کي د دښمن پر پوځيانو او نورو مينونه او بمونه چول او استشهادي عمليات تر سره کول (البته چي بې ګناه او مستضعفو وګړو ته هيڅ تاوان پکې ونه رسيږي).

عزت، لوړتيا او خپلواکي په تصادفي توګه او په لټي، هوسايي او ټيټ ژوند کي نه ترلاسه کيږي، دې موخي ته د رسېدو لپاره د تر سر او مال تېرېدو ، اتلوالو مبارزو او د جهاد او تاوده سنګر کړاوونو او ډېرو نورو ستونزو ګاللو ته اړتيا ده.

د ولسونو تاريخونو ښوولې ده چې د عزت او درناوي ناوې تل د ځواکمن په غېږ کي وي او خواري، بخولي ، بې عزتي او هلاکت تل د ډارنو موزيګيانو په برخه وي.

موږ ډاډه يو چې که پر دې ستونزو باندې صبر او مصابره ولرو او د زبون او مات شوي دښمن په وړاندې خپلې نه ستړې کېدونکې جهادي هلې ځلې په مېړانه او استقامت پر مخ بوزو، نو بالاخره به برى حتماً زموږ وي نن که فراه مو سقوط کړه ان شاءالله صبا به ټول افغانستان فتحه کړو او دا امريکايي غليم به هم زموږ له پاکې اسلامي خاورې څخه د انګرېزانو او روسانو غوندي باسو. د لوى څښتن فرموده ده:

﴿ وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ ﴾ [الصافات:١٧٣] (او پاى به زموږ په لار کي همدا زموږ د مجاهدينو لښکر حتماً پر خپلو دښمنانو لاسبرى او غالب شي).



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close