پیغامونه اورسمي بیانونه

په پلچرخي زندان کي د بنديانو سره د تشدد په اړه د بنديانو چارو کميسيون اعلاميه

د پلچرخي زندان څخه تر لاسه شوي معلومات ښيي چي نن سهار وختي د پلچرخي زندان له مختلفو بلاکونو څخه ګڼ شمېر بندي علماء کرام او د بلاکونو بندي نماينده ګان نامعلوم لوري ته انتقال شوي چي په اړه يې بنديانوغبرکون ښودلی او بیا د کابل ادارې عسکرو شخړه ورسره کړې ده، تازه معلومات دادي چي زندان ته ګڼ شمېر په وسلو سمبال عسکر داخل شوي او په دريم، پنځم، شپږم  او زون بلاکونو کي پر بنديانو ډزي دوام لري، تېره مياشت هم د همدا ډول ډزو په نتیجه کې يو تن بندي (زين الحق) په شهادت رسېدلی وو، د بنديانو چارو کمېسيون د وحشي عسکرو دغه بې رحمانه عمل په کلکه محکوموي، وحشي رژيم قصداً غواړي په دا ډول دسيسو لاس تړلي مظلوم بنديان په شهادت ورسوي او د جګړې په ډګر کي د خپلو شکستونو غچ له مظلومو بنديانو واخلي.

دا هم ولولئ  د افغانستان اسلامي امارت د کرهنې، مالدارۍ او عشر و زکوة کميسيون

د بنديانو چارو کمېسيون د بشرحقوقو پر نړيوالو او بې پرې سازمونونو او بیلابیلو حقوقي نهادونو ږغ کوي چي د کابل رژيم دغه وحشت محکوم کړي او په مخنيوي کي يې هر څه عاجل او مؤثر ګامونه واخلي.

د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون

۱۴۳۹/۱۲/۲۶هـ ق

۱۳۹۷/۶/۱۵هـ ش

2018/9/6م



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close