پیغامونه اورسمي بیانونه

په پلچرخي زندان کي د يوه بندي د وفات له امله د بنديانوچارو کمېسيون اعلاميه

په ډېري خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پلچرخي زندان يو تن مظلوم بندي د سختي ناروغۍ له امله وفات شوی دی ، د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار اوسېدونکی قلم شاه د برکت شاه زوی د څه مودې راهيسي د تور ژړي په ناروغۍ اخته وو چي د زندان چارواکو لخوا د ده صحي وضعيت ته د نه پاملرني له امله يې په وروستيو کي ناروغي سخت حالت ته رسېدلې وه ، د نوموړي د ناروغۍ د سخت حالت سره سره هغه ته هيڅ توجه و نه شول او نه لازم درمل ورکول کېدل چي بالآخره نن غرمه دوولس بجې يې روح خپل حقيقي مالک ته وسپارل او له زولنو سره د خپل رب حضور ته ورغی،  که څه هم د زندان چارواکو ظاهراً دی د پلچرخي په سرطبابت کي له څه مودې راهيسي بستر کړی وو خو د پلچرخي زندان ډاکټرانو د ناروغ بندي ملګرو ته ويلي وه چي موږ دغه ناروغ ته هغه درمل نشو ورکولای کوم چي دده لپاره لازم دي ځکه دلته يوازي د عادي ناروغيو محدود درمل شته ، له بلي خوا ناروغ بنديان که څه هم د مرګ حالت ته نژدې وي اجازه نلري چي له پلچرخي محبس څخه د باندي د کابل په روغتونونو کي خپله درملنه تر سره کړي ، د همدې حالت دوام نتيجه داده چي له يوه کال څخه په کمه موده کي مرحوم قلم شاه شپږم ناروغ بندي دی چي د خپلي ناروغۍ له امله ژوند د لاسه ورکوي او ګڼ شمېر نور دا ډول ناروغ بنديان همدا اوس خپل مرګ ته شېبې شماري.

دا هم ولولئ  د هیواد د ستر صوفي او علمي شخصیت الحاج ( بشیر خلیفه صاحب) د وفات په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام

که څه هم د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون د هيواد په زندانونو کي د بنديانو د روغتيايي وضعيت په اړه ګڼي اعلاميې خپرې کړي او په دې اړه يې د بشر حقوقو له يو شمېر نړيوالو ادارو سره مخامخ خبري هم کړي دي؛ خو داسي ښکاري چي د کابل د وحشي رژيم په شمول د بشرحقوقو هيڅ ادارې ته د مظلومو بنديانو اسلامي او انساني حقوق ارزښت نلري او نه هم د بنديانو په اړه خپلو وضع شويو قوانينو او نړيوالو پروتوکولونو ته احترام لري.

د دښمن د غير انساني چلند برعکس د افغانستان اسلامي امارت نه يوازي داچي د دښمن له بنديانو سره په بشپړ ډول اسلامي او انساني چلند کوي بلکه د دښمن د زخمي اسيرانو اسارت ورته د مروت او مردانګۍ څخه ليري عمل ښکاري او سمدستي يې خوشي کوي ، تر ټولو نژدې مثال يې د بادغيس ولايت د غورماچ د لويي قرارګاه ۱۵ تنه زخمي عسکر دي چي له نيولو سمدستي وروسته خپلو کورنيو ته په عزت سره وسپارل شول او ددغي قرارګاه پاتي نور ۷۲ تنه بندي عسکر د لوی اختر په مناسبت د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د ځانګړي شفقت او انساني همدرۍ له مخي د سلګونو نورو بندي عسکرو سره يو ځای خوشي شول ، نامرده دښمن نه يواځي داچي زرګونه بېګناه هيواد وال يې زندانونو ته اچولي او هر ډول ازادي يې ترې اخيستې بلکه په زندانونو کي يې داسي شرايط رامنځته کړي چي ګڼ شمېر بنديان په مختلفو ناروغيو اخته او بالآخره خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دا هم ولولئ  د افغانستان اسلامي امارت د کرهنې، مالدارۍ او عشر و زکوة کميسيون

موږ يو ځل بيا د بشرحقوقو پر نړيوالو سازمانونو ، بانفوذو بې پرې هيوادوالو او اهل خير وروڼو ږغ کوو چي د مظلومو بې دفاع بنديانو مرستي ته را ودانګي او د ناروغيو د درملني او نورو ضرورياتو په اړه يې خپلي هڅي و نه سمپوي .

د افغانستان اسلامي‌امارت

د بندیانو چارو کمیسیون اعلامیه

۱۴۳۹/۱۲/۲۵هـ ق

۱۳۹۷/۶/۱۴هـ ش

2018/9/5م



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close