پیغامونه اورسمي بیانونه

په پلچرخي زندان کي د يوه ناروغ بندي د وفات له امله د بنديانوچارو کمېسيون اعلاميه

د پلچرخي له کرغېړن زندان څخه مو يو ځل بيا غمجن خبر تر لاسه کړ چي يو تن ناروغ بندي په دغه زندان کي وفات شوی دی ، انا لله و انا اليه راجعون ، عبدالناصر د عبدالظاهر زوی د زابل ولايت اوسېدونکی چي د تورژړي په ناروغۍ اخته وو د دوشنبې شپې پر يوه بجه په پلچرخي زندان کي په حق ورسېد ، نوموړی له تېرو دريو مياشتو راهيسي له دغي ناروغۍ کړېده خو د زندان چارواکو يې درملني ته لازمه توجه ونکړه ، مرحوم عبدالناصر په روان کال کي اتم ناروغ بندي دی چي په زندان کي د کابل رژيم د ظالمو چارواکو د بې غورۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، له ده مخکي د فارياب ولايت اوسېدونکی شاه پسند د محمد هاشم زوی د سپتمبر پر ۹ ، د ننګرهار ولايت اوسېدونکی قلم شاه د برکت شاه زوی د سپتمبر پر ۵ ، د خوست ولايت اوسېدونکی زين الحق د مرجان زوی د جولای پر ۲۸ ، د فارياب ولايت اوسېدونکی سميع الحق د عبيد الله زوی د جون پر ۵ ، د بلخ ولايت اوسېدونکی جمعه خان د کلبای زار زوی د اپريل پر ۲۲ ، د فراه ولايت اوسېدنکی عبدالقيوم د خشکيار زوی د اپريل پر ۵ او د فراه ولايت اوسېدونکی عبدالرؤف د ګلستان زوی د مارچ پر ۳ نېټه د مختلفو ناروغيو له امله په زندان کي وفات شويدي.
په پلچرخي زندان کي دغه ناروغ بندي په داسي حال کي خپل ژوند له لاسه ورکوي چي په بګرام او پلچرخي زندانونو کي زرګونه نور مظلوم بنديان په مختلفو ناروغيو اخته دي او کابل رژيم د دوی تداوۍ او صحي وضعيت ته د پاملرني لپاره هيڅ ميکانيزم او حتی لېوالتيا نلري.
په روان کال کي د بنديانو ورځ تر بلي خرابېدونکي روغتيايي وضعيت د بي بي سي په څېر نړيوالي رسنۍ هم هڅولي چي په فوق العاده توګه د ناروغو بنديانو په اړه څېړني تر سره کړي ، په پلچرخي زندان کي د ناوړه روغتيايي وضعيت په اړه د بي بي سي د جون مياشتي د ۱۱ نېټې د راپور يوه برخه وايي : « د افغانستان په زندانونو کې د زندانیانو روغتیايي وضعیت کړکېچن دی. د نري رنځ، پوستکي ناروغیو او ناسم چاپېریال د بندیانو ژوند له سختو کړاوونو سره مخامخ کړی دی، بي بي سي موندلې چې تېر کال په څرخي پله زندان کې دماغي نري رنځ یا دماغي تبرکلوز د ۱۵۰ زندانیانو نیم بدن فلج کړی و، خو د سږ کال یوازې په لومړیو درېوو میاشتو کې۲۳۰ کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.»
د بي بي سي د راپور له مخي د افغانستان په زندانونو کي څه باندي ۳۰ زره کسان بندیان دي، ددوی روغتیايي خدمتونو ته یوازې ۲۰۰ زره امریکايي ډالره کلنۍ بودیجه ځانګړې شوې ده پداسي حال کي چي يوازي پلچرخي زندان کي د بنديانو د صحي خدماتو لپاره د کاله يو ميليون ډالرو ته اړتيا ده خو بي بي سي ته د کابل رژيم چارواکو ويلي چي دوی د بنديانو د روغتيايي خدماتو لپاره د دومره پيسو ورکولو ته لېوالتيا نلري.
لکه مخکي چي مو يادوه کړې په وفات شويو ناروغو بنديانو کي هيڅ يو هم په داسي ناروغۍ مبتلاء نه وو چي علاج يې ناممکن وي بلکه د زندان د مسئولينو نه توجه ، په زندانونو کي د روغتيايي اسانتياوو نه شتون او له محابسو څخه د باندي په روغتونونو کي د ناروغو بنديانو تداوۍ ته اجازه نه ورکول هغه عمده لاملونه دي چي د تداوۍ وړ ناروغيو له لاسه ناروغ بنديان د مرګ تر پولو ورسېږي او بالآخره خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون يو ځل بيا پر ټولو اهل خير هيواد والو، روغتيايي بنسټونو او نړيوالو بشري ادارو ږغ کوي چي د انسانيت تر ټولو مظلومو او محتاجو کسانو ته د روغتيايي خدماتو په رسولو کي خپل اسلامي او بشري مسئوليت اداء کړي او پرېنږدي چي دغه مظلوم ناروغ بنديان له خپلو حقه حقوقو بې برخي کړل شي او د نورو لومړنيو انساني حقوقو په شان يې د تداوۍ حق هم سلب کړل شي.
والسلام
د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون
۲۱/۱/۱۴۴۰هـ ق
۱۰/۷/۱۳۹۷هـ ش
2018/10/2م

دا هم ولولئ  جنرالان یوپه بل پسی


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close