تازه او عاجل خبر

په کابل او پروان کې د فدايي بریدونو له امله لسګونه د کابل ادارې عسکر او امنيتي کسان ووژل شول

د الفتح عملیاتو په جریان کې نن له غرمې وروسته په کابل کې د دفاع وزارت د پيژندتون ریاست په دروازه کې په راټولو شوو افسرانو او عسکرو باندې ستر فدايي برید ترسره شو.
برید د اتل استشهادي مجاهد محمد د پکتیکا ولایت اوسیدونکي لخوا ترسره شو چې له امله يې لسګونه تنه د دفاع وزارت اړوند لوړ پوړې افسران، عسکر او کارمندان وژل شوي او ټپيان دي.
همدا ډول نن له غرمې مخکې د پروان ولایت مرکز چاریکارو اړوند جنګل باغ سیمه کې د کابل ادارې د ریاست جمهوري ځانګړي ګارد، استخباراتو او د قطعه خاص په هغو عسکرو بل فدايي برید ترسره شو چې د پولیسو د تعلیمي مرکز په نظام قرارول کې سره را ټول شوي وو.
برید د فدايي مجاهد نثار احمد بلخي لخوا ترسره شو چې له امله يې د کابل ادارې د په اصطلاح ملي امنیت، د ریاست جمهوري ګارد او ځانګړې قطعې ۲۸تنه عسکر وژل شوی، او لسګونه نور ټپيان دي.
حمله داسې مهال ترسره شوه چې په یاده سیمه کې د جعلي انتخاباتو یوه غونډه هم روانه وه.
دغه بریدونه داسې مهال ترسره کیږي چې د همدې دښمن خوا هره شپه په ملکي خلکو باندې وحشتونه ترسره کیږي، چاپې وهل کیږي، د ښځو اوماشومانو په ګډون لسګونه په خوب ویده ملکي هیوادوال په وینو لړل کیږي او په شهادت يې رسیږي، همدا ډول عام کورونه نړوي، عامه ځایونه، مساجد، مدارس، بازارونه او کلینیکونه تر هدف لاندې نیسي او له منځه يې وړي.
بل پلو د اسلامي امارت لخوا خلکوته خبرداری ورکړل شوی دی چې د مزدورې ادارې په انتخاباتي غونډو کې ګډون ونه کړي، ځکه دا ډول ټولې غونډې زموږ نظامي اهداف دي، که چاته له خبرداریو سره سره زیان ورسید، مسئولیت يې په خپله غاړه دی.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۸/۱/۱۴۴۱هـ ق
۲۶/۶/۱۳۹۸هـ ش ــ2019/9/17م

دا هم ولولئ  فارياب : پښتونکوټ کې ۲ قرارګاوي او ۸ پوستې فتح مزدور دښمن ته مرګ ژوبله اوښتي


Close