تازه او عاجل خبر

په کابل کې فدايي برید د بهرنیو اشغالګرو ۲ موټر ویجاړ ۱۰ نظامي افسران او عسکر ووژل شول

د الفتح عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار د ۹ امنیتي حوزې اړوند په قابل بای سیمه کې د بهرنیو اشغالګرو د افسرانو په هغه قطار فدايي برید ترسره شو چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.
دغه استشهادي برید د اتل فدايي مجاهد صدیق د خوست ولایت اوسیدونکي لخوا د موټر په وسیله ترسره شو چې قوي منفجره مواد په کې ځای پرځای شوي وو.
د لومړنیو معلوماتو په اساس په دغه اتلوال فدايي برید کې د بهرنیو اشغالګرو ۲ لنډکروزر موټر ویجاړ شوي او ۱۰ تنه بهرني اشغالګر چې نظامي افسران هم په کې شتون لري وژل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۶/۹/۱۴۴۰هـ ق
۱۰/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/31م



دا هم ولولئ  په بدخشان کې په خلکو د خوراکي توکو د بندیز او لارو تړولو په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون
Close