پیغامونه اورسمي بیانونه

په کندوز کې د تړل شویو ښوونځیو د بیرته پرانیستلو په اړه  د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون د ولایتي مسئولینو په هڅو او هاند د کندوز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کابل رژیم  له لوري تړل شوي ښوونځي بیرته پراینستل شول او زده کوونکي یې کولای شي په ډاډه زړه  خپلو ښوونځیو ته ولاړشي.

 

د کندوز ولایت په  مرکز او خواو شا ولسوالیو کې له تیرو څو میاشتو راهیسې د ګوډاګي رژيم چارواکو لخوا د ښوونځیو او لیسو مدیرانو، ښوونکو او کارکوونکو ته د معاشونو د نه ورکولو په شمول یو لړ ستونزې جوړې شوې وې، چې له  امله  یې لسګونه  ښوونځي او لیسې د سقوط له  ګواښ سره مخ او ښوونیز بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی و.

 

خو په کندوز ولایت کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې سیمه ییزو مسئولینو د دغې ستونزې د هواري لپاره د هغې د پیل له لومړۍ ورځې راهیسي جدي هلې ځلې پیل کړې وي  تر څو یې د الله په  نصرت  او د کندوز د درنوقومي مشرانو  په همکاري او همغږۍ  سره بالاخره  نن یادو  ستونزو ته د پای ټکی کیښود او د کندوز ولایت تول تړل شوي ښوونځي له سره پرانیستل شول.

 

لهذا د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصلاتو کمیسیون او په کندوز کې د اسلامي امارت اړوند مربوط پوځي او امنیتي چارواکي د کندوز ولایت د تعلیمي مراکزو  ټولو ښوونکو، زده کوونکو او د هغوی درنو کورنیو ته د پورهډاډ په ورکولو سره خبر ورکوي  چې هغوي دي سر له نن څخه  ښوونځیو او ټولو تعلیمي مراکزو د خپلو درسونو او ښوونیزو فعالیتونو تر سره کولو لپار، مراجعه وکړي ، د  اسلامي امارت  د تعلیمي چارو مسؤلین په کندوز او د هیواد په نورو ولایتونو کې تل د دې هڅّه کوي چې د هیواد والو لپاره  په تعلیمي برخه کې ټولې ممکنه آسانتیاوې برابرې کړې.

 

د کندوز په شمول په ټول هیواد کې د اسلامي امارت تر واک  لاندې ساحه کې چاته د دې اجازه نه ورکول کیږي چې د هیواد والو د تعلیمي بهیر لپاره په مزاحمت ایجاد ولو سره  د هغه ممانعت وکړي.

والسلام

د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون

۷/۸/۱۴۳۹هـ ق

۳/۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/4/23م



دا هم ولولئ  خونخوارو جنرالانو ته سزا!

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close