کورني خبرونه

پکتیااوخوست کې ۶ تنه کمانډوعسکر مړه او ژوبل شول

له پکتیاولایت  نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي  نن سهار شاوخوا ۹ بجې د دغه ولایت  وزي ځداڼ ولسوالۍ اړوند دیر خیلو سیمه کې د ګوډاګي دښمن په سپیشل فورس عسکرو د اسلامي امارت مجاهدینو د ایښودل شوي ماین په وسیله چاودنه ترسره کړه.
یاد عسکر هغه مهال د چاودني ښکار شول، چي پلي روان وو.
خبرزیاتوي په دغه چاودنه کې ۱ تن عسکرژوبل شو.
دغه راز  تیره شپه شاوخوا  ۱ بجه د خوست ولایت  نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند سپرغوري سیمه کې هم په کمانډوعسکرو د اسلامي امارت مجاهدینو هغه مهال د ښخ شوي ماین په مټ چاودنه وکړه، چي پلي روان وو.
د معلوماتوله مخي په یاده چاودنه کې ۳ تنه سپیشل فورس عسکر ووژل شول،  ۲ نور ژوبل دي.
2016/12/10


ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګورئ

Close
Close