تازه او عاجل خبر

پکتیا: اریوب ځاځيو کې د تعلیم اوتربیې کمیسیون غونډه وشوه

په هیواد کې د پوهني د غونډو په سلسله کې تېره ورځ د پکتیا ولایت اریوب ځاځيو ولسوالۍ کې  د تعلیم او تربیې د پیاوړتیا او پرمختګ  لپاره پرتمینه غونډه وشوه.

غونډه کې د تعلیم او تربیې مسؤلینو تر څنګ د یادې سیمې ګڼ شمیر د دینې مدرسو مهتمیمینو او ناظمانو برخه اخیستې وه.

له سیمې څخه د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې مسؤلینو د راپور په بنسټ دا غونډه تېره ورځ جوړه شوې وه او څو تنو جیدو علماء کرامو او نورو ګډونوالو په خپل وار په بیلا بیلو موضوعاتو ویناوې وکړې.

غونډې ته لومړی د تعلیم او تربیې مسؤلینو  د مدارسو د لا پرمختیا او تدریسي بهیر د چټکوالي اړوند هراړخیزې ویناوې وکړې،  او له مهتممینو څخه یې مننه وکړه چې په پوره ایماندارۍ او صداقت یې کار کړی، داسلامي امارت د تعلیم او تربیې د لوایحو یې پوره درناوی او اطاعت کړی او خپل مسؤلیتونه یې په ښه توګه سرته رسولي دي.

دا هم ولولئ  فراه : بالابلوک کې نیول شوی ژوبل پولیس دسره صلیب ادارې ته وسپارل شو

ورپسې د غونډې ګډونوالو خبرې وکړې د وینا په مهال علماء کرامو او د مدارسو مهتممینو ولسي خلک وهڅول چې له دې فرصتونو ګټه واخلي او پخپلو اولادونو دیني زده کړې وکړي.

د غونډې په ورستۍ برخه کې د اسلامي امارت مسؤلینو له لورې له یو شمير خصوصي  او کلیوالي مدرسو سره نقدي او د ضرورت وړ توکو مرستې وشوې.

غونډه د معمول له مخې د قران کریم په څو مبارکو ایتونو پیل شوه،  او د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسیده.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close