تازه او عاجل خبر

پکتیا: زرمت کې ګډو وحشیانو ۱۱ تنه محصلین، وستادان او کروند ګر په شهادت رسولي

بېګاه شپه ناوخته پکتیا زرمت ولسوالۍ کلالګو سیمه باندي امریکایې یرغلګرو او وحشي ګوډاګیانو یې د بې ګناه عامو مسلمانانو په کورونو چاپه ووهله،

د دغه ستر جنایت پر مهال وحشي ټوپکیانو د ګڼ شمېر اولسي کورونو دروازې، موټر او موټر سیکلان په بمونو الوزولي او تر لسو ډېر بې ګناه اولسي وګړي چې زیاتره یې د پوهنتون محصلین او د ښوونځیو استادان  وو، کوم چې د اختر په رخصتیو کې کورونو ته راغلي وو په شهادت رسولي.
د شهیدانو نومونه په لاندې ډول دي:
۱- استاد شفیع الله ولد ډاکتر الفت د کلالګو لیسه کې د فزیک څانګي استاد.
۲- قاري انعام الله ولد ډاکتر الفت د مدرسې طالب العلم
۳- انصارالله وقاص ولد ډاکتر قدرت د پکتیا پوهنتون تعلیم او تربیې د دوهم کال محصل.
۴- حیات الله ولد محمد مختار کابل کې د یوې خصوصي لیسې استاد.
۵- راحت الله ولد عبدالله محصل او په غزني ولایت کې دوکاندار
۶- حکمت الله ولد عبدالله دولت زایو لیسه کې استاد
۷ـ نصرت الله ولد عبدالله محصل او په غزني کې دوکاندار
۸- محمد اصف ولد عزیزالله د دولت خان عالي لیسې مدیر
۹- فدامحمد ولد محمد یوسف دهقان
۱۰- نصرالله ولد دورک دهقان
۱۱ـ فتح الله ولد جمعه ګل دهقان

دا هم ولولئ  کندز: چهار درې امنیه قومندانۍ کې د دښمن په غونډه برید ۳۴ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل


Close