
تازه او عاجل خبر
پکتیا: ځاځي اریوب کې د والي په کاروان او غونډه بریدونه وشول
د څارګرو مجاهدینو لخوا په دښمن د بریدونو په لړ کې نن مازدیګرد پکتیا ولایت، ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند خیرمنۍ سیمه کې پکتیا ته د ګوډاګۍ ادارې د والي په کاروان برید ترسره شو.
همداراز د یادې ولسوالۍ پر ودانۍ د اسلامي امارت مجاهدینو لخوا د هاوان او دهشکې بریدونه هم ترسره شوي، چې له امله یې د والي غونډه ګډه وډه شوې، خو دښمن ته په بریدونو کې د اوښتي زیان په اړه تر اوسه کره معلومات ندي ترلاسه شوي.