تازه او عاجل خبر

څرخي پله په زندان کې د عسکرو په ډزو ګن شمېرزندانیان شهیدان او ټپیان شوي

د کابل ادارې د وحشتونو او ظلمونو په لړ کې،وحشي عسکرو نن له غرمې وروسته د څرخي پله په زندان کې په بې دفاع زندانیانو برید کړی چې له امله یې ګڼ زندانیان شهیدان او ګڼ نور ژوبل شوي دي، د عیني شاهدانو په وینا عسکرو په لفظي شخړه باندي ډزي پيل کړې،او ګڼ مظلوم زندانیان یې شهیدان کړل.
وحشي عسکرو د یو شمېر بلاکونو دروازې ماتي کړې،او په زور د زندانیانو په بلاکونو ور ننوتل.
څرخي پله زندان چې د هیواد په سطحه یو له لویو زندانونو څخه دی او غوڅ اکثریت زندانیان یې دیني عالمان،د قرآنکریم حافظان،او د دیني علومو طالب العلمان دي، یاد زندان له بندیانو سره د ناوړه چلند له امله یو له مشهورو زندانونو څخه دی.
د کابل ادارې له لوري دا جنایت داسي مهال ترسره کیږي،چې د اسلامي امارت مجاهدینو په دې وروستیو کې ګڼ نظامي بندیان د ترحم له امله خوشي کړي او خپلو کورونو ته یې رسولي دي.

دا هم ولولئ  هلمند: ګرشک کې ګډدښمن ۸ تنه بزګران اولوګري شهیدان یو زخمي کړی

احمد بسام



دا هم ولولئ

Close