کورني خبرونه

کاپیسا مرکزکې د امنیه قومندانۍ په ودانۍ بریدونو کې ګڼ موټر ویجاړ، دښمن ته مرګ ژوبله واوښته

تیره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د کاپیساولایت مرکز کې په امنیه قومندانۍ د اسلامي امارت مجاهدینو د سپکو اودرنووسلو په وسیله بریدونه ترسره کړل.

د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې د دښمن ګڼ شمیر موټرونه اووسائل ویجاړ شول او دښمن ته مرګ ژوبله واوښته، خو دقیق شمیر یې لانه دی روښانه شوی.

دغه راز تیره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د یاد ولایت حصه اول ولسوالۍ اړوند خم زرګر په سیمه کې د مزدورو پولیسو په پوسته د اسلامي امارت مجاهدینو بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې دښمن ته ځاني اومالي تلفات واوښتل، خو کره شمیر یې لانه دی روښانه شوی.

9-7-2018



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close