د نړۍ او هیواد تودې پیښې

کرملین:مونږ له ټرمپ سره په ټویټر دېپلوماسۍ کې کډون نکوو

‌ډیمېټری پسکوف د کرمیلن یو ویاند ویلې دي: مونږ له ټرمپ سره د ټویټر په دېپلوماسی کې کډون نکوو،د ورسیې ویاند دغه څرګندونه وروسته له هغه کوې،چې پرون د چهارشننې په ورځ د امریکا رئیس جمهور روسیې ته په خپل ټویټر پاڼه کې اخطار ورکړ او ټرمپ داسې ویلې وو:چې روسیه دې په سوریه کې زمونږ «غوره، نوي او ځیرک» میزایلونو ته ځانونه تیار کړئ.
ټرمپ روسیې ته وروسته له هغه دغه څرګندونې وکړې،چې روسانو د سوریې په دوما ښار کې کیمیاوي وسلي استعمال کړې.

د سوریې پلازمینې ته څیرمه د الغوطه الشرقیه پراخه سیمه د کال ۲۰۱۳ راهیسي د وسلوالو مخالفینو په لاس کې وه، خو د روان کال فروري میاشتې له ۱۸مې نیټې څخه د سوریې ځواکونو یو ځل بیا ددغې سیمې د نیولو لپاره عملیات پيل کړي دي چې د روسیې هوايي ځواکونه یې هم ملاتړ کوي او ویل کیږي چې په دغو عملیاتو کې تر اوسه تر ۱۶۰۰ ډیر کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان شوي دي.

دا هم ولولئ  د سوريې په شمال کې چاودنې ۱۸ تنه وژلي


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close