تازه او عاجل خبر

کندز: امام صاحب کې پوسته فتحه، ۳ ټانکونه ویجاړ، ۱۸ ګوډاګیان مړه او ژوبل ۳ ژوندي ونیول شول

د الفتح بریمنو عملیاتو په جهادي بهیر کې تېره شپه مجاهدینو د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د مزدور دښمن په پوسته چاپه ووهله، دغه برید په ترڅ کې د مزدور دښمن پوسته په بشپړ ډول فتحه شوې، ۳ ټانکونه له منځه وړل شوي، د ټولي د قومندان ظاهر او د اربکي قومندان رسول په ګډون ۱۴ تنه مزدور اربکیان او پولیس وژل شوي او ۴ مرګوني ژوبل دي.

په دې برسېره قومندان تاج محمد له ۲ ساتونکو سره ژوندی نیول شوی.

همداراز ۱ میل پیکا، ۲ قبضې راکټ، ۸ کلاشنکوفونه، ۱ نارنجک انداز او پریمانه جنګي توکې او مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  بلخ: زارع کې ۳ ټانکونه ویجاړ، ۲۲ مزدور عسکر مړه او ژوبل شول
Close