تازه او عاجل خبر

کندز: دشت ارچي کې پوسته فتحه،۲۷ عسکر ووژل شول

د الخندق عملیاتو په ګړندي بهیر کې تیره شپه د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ قرلق سیمه کې د مزدور دښمن یومهم مرکز فتحه شوه.
په دغه مرکز باندې د اسلامي امارت د ځانګړې قطعې مجاهدینو عملیات ترسره کړل چې له لږ مقاومت وروسته ټول مرکز ونیول شو او د دښمن عسکر په کې له منځه لاړل.
د معلوماتو له مخې په مرکز کې ټول ۲۷ تنه د دښمن عسکر او پولیس وژل شوي، خورا ډيره سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي لوازم مجاهدینو ترې نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د قلعه زال ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د دښمن یو کنډک فتحه شوی وو او د دښمن ۲۹ پولیس په کې وژل شوي وو.
بلې خوا همدا تیره شپه د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په پشي بند او چوڼي سیمو کې د دښمن ۲ پوستې فتحه شوې چې ټول په کې ۱۶ عسکر او ۱۳ پولیس ووژل شول.
د هیواد په لر او برکې د دښمن په وړاندې عملیاتو بیا زور اخیستی چې مزدور دښمن په کې د ټرمپ د ستراتيژۍ د تطبیق لپاره ډلې ډلې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۳/۲/۱۴۴۰هـ ق
۲۰/۷/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/10/12م

دا هم ولولئ  بادغیس: قادس کې پوسته فتح ۹ مزدورعسکرقتل۴ ژوبل ګڼ مهمات ترلاسه شول


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close