کورني خبرونه

کندز: دشت ارچي کې پوسته فتحه، ۲ ټانګونه ویجاړ، ۱۶ تنه عسکر مړه او ټپيان شول

 د الخندق عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې تیره شپه شاوخوا ۱ بجه د کندز ولایت  دشت ارچي ولسوالۍ اړوند سیمه کې د مزدورو عسکرو په پوسته د اسلامي امارت مجاهدینو کارنده ناڅاپي برید ترسره کړ.

د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس د بربدونو په لړکې پوسته په بشپړه توګه فتحه شوه.

دغه راز ۲ ټانګونه ویجاړ، ۱۲ تنه عسکر ووژل شول، ۴ تنه نور ټپيان دي.

په نښته کې لله الحمد مجاهدینو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

له همدې ولسوالۍ څخه په جلا خبر کې ویل شوي، چې  نن سهار ۶ بجې  وحشي عسکرو ۲ تنه ولسي وګړي چې زوی او پلار وو، د نوموړې ولسوالۍ مربوط  شهروان سیمه کې داسي مهال په ډزو شهیدان کړل، چې د خپلو مالونو لیدلو ته په لار وو.

2018/5/13



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close