تازه او عاجل خبر

کندز: د ثانوي دورې کلنۍ ازموینې جریان لري

د کندز ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون ولایتي او سیمه یزو مسؤلینو تر نظارت لاندې د ښونځیو د ثانوې دورې  د کلنیو ازموینو بهیر په شفاف ډول روان دی .

د یاد ولایت د تعلیمي چارو مسؤلینو په تیرو څو ورځو کې د قلعه ذال، چهار درې او د امام صاحب د ولسوالیو د  ډیری ښونځیو د ازموینې د بهیرڅخه لیدنه کړې ده.

دغه ازموینې چې د قوس (لیندۍ)  په لومړۍ نېټه پیل شوې وې، د همدې میاشتې تر ۱۵ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

په دغو ازموینو کې د کندز ولایت په زرګونو زده کونکي برخه لري .

د پوهنې کمیسیون  مسؤلین په دې باور دي چې په ښوونځیو کې د ښوونیز سیستم د کیفیت د لوړ والي له کبله به د زده کونکو لوی اکثریت وتوانیږي په روانو ازموینو کې ښې نمرې تر لاسه کړي.

دا هم ولولئ  پروان : د پوهنې مسؤلینو د کوه صافي له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

د دې ولایت د پو هنې کمیسیون مسؤلین له ټولو زده کونکو څخه د څارنې په مهال غوښتنه کوي چې د امتحاناتو په ورځو کې خپل ټول وخت د ازموینې په ور کړه  او د وروستیو تیاریو په تر سره کولو ولګوي.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close