تازه او عاجل خبر

کندز کې کنډک او پوسته فتحه، د کنډک قومندان په ګډون ۴۶ تنه پولیس او اربکیان ووژل شول

د الخندق عملیاتو په ځپونکي بهیر کې تیره شپه د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په (بندرکندز) سیمه کې د مزدور دښمن د نظم عامه پولیسو په نامه کنډک او ورسره امنیتي پوسته په ټولیزه توګه فتحه شول.
په دغه برید کې د کنډک قومندان ضیاءالرحمن او د اربکي قومندان اغاجان په ګډون ۴۶ تنه پولیس او اربکیان ووژل شول، ۱۳ تنه نور ټپیان شول.
۲ هاموې ټانکونه ویجاړ کړل شول، ۱ ټانک، ۱ موټر او ډیره سپکه او درنه وسله له مهماتو سره مجاهدینو ونیول.
په جګړه کې ۲ تنه مجاهدین شهیدان او ۲ ټپیان شوي دي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۳۰/۱۲/۱۴۳۹هـ ق
۱۹/۶/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/9/10م



دا هم ولولئ  اشغالګرو په کاپيسا کې یوه دیني مدرسه ونړوله، په ننګرهار او میدان وردګو کې هم په ملکيانو چاپې ووهل شوې

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close