تازه او عاجل خبر

کندهارښارکې په جلاپېښوکې یوقومندان قتل او یو افسر ژوبل شوی

نن سهار ۹ نیمي بجې دکندهار ولایت دمرکز کندهارښار د څوارلسمې حوزې  د ډبرو دپله په سیمه کې  دلویي ویالي پرغاړه  دکابل ادارې دعسکرو قومندان ( عزت الله )  دمجاهدینو دغلچکي بریدپه ترځ کې ځای پرځای ووژل شو

قومندان عزت الله  تردې وړاندي دملاصاحب په سرای کې دامریکایانو چوپړ واهه  چې په میوندکې دیوې چاپې په مهال زخمي شوی هم ؤ

له برید وروسته مجاهدین روغ  رمټ ترخپلو مرکزونو پوري راورسیدل

همداراز نن سهار  پاوبالا  ۹ بجې  دکندهار ښار دشپږمې حوزې د ډنډ څلور لاري په سیمه کې  دکابل ادارې یوتن افسر  هغه  مهال سخت ژوبل شو چې په لوکسل موټریې دتکتیکي ماین په مټ چاودنه وشوه

دچاودني له امله موټر تخریب اونوموړی افسر سخت ژوبل شو

2019/8/3



دا هم ولولئ  کندز: امام صاحب کې پوسته فتحه، ۳ ټانکونه ویجاړ، ۱۸ ګوډاګیان مړه او ژوبل ۳ ژوندي ونیول شول
Close