تازه او عاجل خبر

کندهار: دامان کې د يرغلګرو ۲ زغروال ټانګونه له منځه تللي دښمن ته مرګ ژوبله اوښتي

برايي ماخستن ۹ بجې دکندهار ولایت د  دامان ولسوالۍ اړوند د نوي دهه په سيمه کي

د خارجي يرغلګرو د ګزمې په زغروال ټانګ د ماين درنه چاودنه وشوه

چاودنه ډيره زوروره وه  له امله یې ټانګ په بشپړه توګه  ويجاړ پکي سپاره یرغلګر مړه او ټپيان شول

مړو او ژوبلو يرغلګرو ته څو ځله پرلپسي  امبولانس چورلکو پروازونه وکړل.

همداراز نن سهار لس بجې هم  د دامان ولسوالۍ اړوندد کندهار هوایي اډې ته مخامخ د خارجي عسکرو د پروژې په نوم  ځای ته څیرمه دیرغلګرو په دوهم ټانګ دخښ کړی شوي ماین په مټ قوي چاودنه ترسره شوه

دچاودني له امله ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ اوپکې سپاره یرغلګرو ته مرګ ژوبله اوښتي خوکره شمېره یې نه ده ترلاسه شوي



دا هم ولولئ  زابل : ارغنداب کې یوه پوسته فتح ۸ مزدورعسکرقتل شول

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close