محترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

که څوک د قیادت او رهبرۍ چل او سبق زده کول غواړي د بابا تاریخ دې مطالعه کړي

انتظار خوږياڼی

خالص بابا رحمه الله د علم یو مرکز د جهادي تاریخ یو ځلانده لمر په ادب او شعرکې یو ځانګړی نفس شناس په هیواد او ملت مئین او د اسلامي تاریخ نه هیریدونکی شخص وه که څوک د قیادت او رهبرۍ چل او سبق زده کول غواړي د بابا تاریخ دې مطالعه کړي خالص بابا رح د جهادي رهبرانو له صف څخه یو ځانګړی مقام لري د هغوی په ټول ژوند کې د هغوی پر لمن داغ نه شي موندلی د مولوي صیب خالص ځینې ځانګړتیاوې چې له خپلو افرادو یا مجاهدینو سره د دوی کومه مینه او محبت وه عینا لکه مهربان پلار د بابا رح جرأت دومره زیات وه چې آن د امریکا رئیس جمهور ته یئ د هماغه په شاهي محل کې د اسلام دعوت ورکړو د بابا رح د ژوند هر اړخ که مونږ مطالعه نو ټول افتخارات او ویاړونه دي د دنیا له خواهشاتو لرې په اسلام وطن او ملت مئین شخصیت وه الله ج دې مونږ ته او دهغوی ټولو لارویانو ته دهغوی په توصیو او لارښوونو دعمل توفیق راکړي یو وار بیا دې رب العلمین د دوی کورنۍ کې د سپیڅلي قیادت دبابا رح پیروان پیدا کړي تر څو د بابا رح سپیڅلی تاریخ هماغه شان ژوندی وساتل شي !”



دا هم ولولئ  د عالیقدر خالص بابا رحمه الله په یاد.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګورئ

Close
Close