سیاسي لېکنې

یرغل باید هم پای ته ورسیږي!

د ورځي خبره:

دامریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي چې: امریکا غواړي دافغانستان اوږده جګړه دخبرو او سیاسي هڅو له لارې ختمه کړي. د ټرمپ په ګډون ګڼو امریکایي پوځي او سیاسي چارواکو وخت ناوخت څرګنده کړې چې د افغانستان د جنګ پای ته رسولو ته لېواله دي.
په نړیواله سطحه دامریکایانو د ورته څرګندونو هر کلی شوی،
نو وبه ګورو چې امریکایي چارواکي دخپلو خبرو عملي کیدو ته څومره ژمن دي.
امریکا پر افغانستان بې موجبه ظالمانه یرغل وکړ، دلته یې اتلس کاله بې هدفه جګړه وکړه، افغان ولس ته یې د سر او مال بې حسابه زیان ورساوه،لسګونه زره پوځیانو ته یې افغانستان کې مرګ ژوبله واوښته، ددوی داعتراف په اساس دوه ټریلیون ډالره یې مصرف کړل،خو نه یوازي داچې د یرغل پر ضدجهادي پاڅون یې کمزوری نه کړ ، بلکې ورځ په ورځ مجاهدین ورباندې برلاسي کیږي او داشغالګرو او ګوډاګي رژیم دواک ساحه کمیږي.
مشهورې امریکایۍ ورځپاڼې واشینګټن پوسټ ویلي چې امریکایي چارواکو په ځانګړې توګه ( بوش، اوباما او ټرمپ) دافغانستان دجګړې په اړه خپل ولس ته په وار وار درواغ ویلي، دافغانستان د جګړې مصارف، تلفات، د جنګ رښتنی وضعیت یې له خلکو پټ کړي او خلکو ته یې دافغانستان دجنګ دګټلو کاذب ډاډ ورکړی دی!!
امریکایي چارواکي دافغانستان د جګړې د پای ته رسولو هغه ژمنې بایدعملې کړي چې له خپل ولس سره یې کړې او بیا بیا یې همدا وعدې په رسنیو او کنفرانسونو کې هم تکرار کړې دي.
که امریکا رشتیا هم دجګړې خاتمې ته لېواله وي، نو تر هرڅه وړاندې باید له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي. افغانان پریږدي چې د خپل هیواد د چارو واګې په خپل لاس کې واخلي او دخپلو ګټو او ارزښتونو پر بنسټ یو افغان شموله اسلامي نظام جوړ کړي.

دا هم ولولئ  د ښارونو امن چا لوټ کړی؟


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close