د نړۍ او هیواد تودې پیښې

یو فلسطیني ژورنالیست وروسته له هغه ساه ورکړه،چې د اسرائیلې عسکرو لخوا وویشتل شو

یاسر مرتضی فلسطیني ژورنالیست پرون د جمعي په ورځ د غزې په جنوبی خوا کې دغزي په پوله، پداسې حالت کې په ډزو وویشتل شو،چې د فلسطینیانو په لاریون کې یې د ژونالیست په ډول ګډون کړی وو او بیا وروسته ساه ورکړه.
د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا:فلسطیني ژورنالیست یاسر مرتضی د فلسطین یو عکس پوه د جمعی په ورځ د غزي په جنوب کې د اسراییلي فوځونه لخوا وروسته له هغه چې په ګیډه وویشتل شو ،ساه ورکړه.
۳۰ کلن یاسر مرتضی په داسې حالت کې وویشتل شو،چې د ژونالیستانو لباس یې په تن وو او په لباس باندې یې د پریس کلمه هم لیکل شوی وو.
حماس سلیم د پیښې په سیمه کې یو ژونالیست وایې:((یاسرمرتضی چې زما سره یې نژدی عکاسي کوله، مونږ د ټوپک د مرمي آواز واورید،چې ګورم یاسر مرتضی په مرمی ولګید او وغورځيد او ویلې یې:چې زه ولګیدم ..زه ولګیدم)).

دا هم ولولئ  ویکلي سټنډرډ: امریکا افغان جګړه بایللې ده


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close